د وزیرمحمد اکبر خان لومړۍ لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې د کندهار کرکټ لوبغالي کې ننګرهار د ۳۷ منډو په توپیر د کندهار الف، د کندهار قریشي لوبغالي کې لوګر په ۵ ویکټو د ډومیسټیک ایلېون-۲، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل الف د ۳۱ منډو په توپیر د پکتیکا او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د ۳۴ منډو په توپیر د خوست لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.
په کندهار کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار او
کندهار الف لوبډلو تر منځ لوبه کې لومړی ننګرهار لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۱۶۶
منډو هدف یې وټاکه. د دوی په توپوهنه کې اکبر موسی زي ۵۹ او یاسین خان ۲۸ منډې
جوړې کړې. بلخوا د کندهار په ګټه سمیع سرمست ۳ او عثمان ابدال ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ننګرهار لوبډلې د هدف په ځواب کې کندهار
الف لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله. د یادې
لوبډلې په ګټه نعمان شاه ۳۷، عمران مزاري ۳۵ او محمد ادریس ۳۲ منډې جوړې کړې. بلخوا
د ننګرهار لوبډلې توپ اچونه کې اقدام الحق او ظاهر شېرزاد هر یوه ۳ او ابراهیم
خروټي ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د ویلو ده، چې یاده لوبه کې د ننګرهار لوبډلې توپ
اچوونکي ظاهر شېرزاد هټریک هم ترسره کړ.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د ننګرهار
لوبډلې توپوهونکي اکبر موسی زي ته ورکړل شوه.
د کندهار قریشي لوبغالي کې د لوګر او
ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا لوګر بریا خپله کړه. یاده لوبه کې
لومړی ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه. د دوی توپوهنه کې ظفر الوزي
۴۳ او سهراب امیري ۲۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د لوګر لوبډلې په ګټه رشید ځاځي، حقمل
اریا او محمدالله هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې هدف لوګر لوبډلې
د لوبې په ۱۹م اور کې ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې لپاره صابر حنیف ۴۶، سهیل خان ۲۹
او یوسف خان ۲۷ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون-۲ په ګټه نعمت الله سهاک ۲ ویکټې
ترلاسه کړې.
د لوګر لوبډلې لوبغاړی حقمل اریا د ۱۶ منډو
او ۲ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې بیا اي سي بي ایلېون د ۳۴ منډو په توپیر
خوست ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی اي سي بي ایلېون لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د
سهیل مومند ۴۸، راحت اندړ ۴۴ او صدیق باچا ۳۹ منډو پر مټ د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه. د
خوست په ګټه یونس ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د اي سي بي ایلېون لوبډلې د هدف ځواب کې خوست
لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۲۸ منډې
جوړې کړې او لوبه یې وبایلل. د دوی توپوهنه کې یونس ځدراڼ ۲۵ او رشید ستانکزي ۲۳
منډې ترسره کړې. د اي سي بي ایلېون په توپ اچونه کې شریف الله ریاض، فرهاد علي او
رحمت الله ۳-۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپ اچوونکی شریف
الله ریاض په ۳ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې
کابل الف په ۳۱ منډو پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې لومړی کابل الف
لوبډلې د محمد هارون د ۷۶، حمید هوتک ۵۳ او سمیع مموزي ۴۲ منډو پر مټ د ۱۹۵ منډو
لوی هدف وټاکه. د پکتیکا په ګټه یوازې محیب الله زرمتي، عنایت الله او محمد عالم
۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د کابل الف د هدف په ځواب کې پکتیکا لوبډلې په
۲۰ اورونو کې ۱۶۳ منډې ترسره کړې او لوبه یې وبایلله. د یادې لوبډلې لپاره زبیح
الله ۴۱، کرامت الله ۳۰ او عبدالمجید ۲۹ منډې ترسره کړې. د کابل الف لوبډلې توپ
اچونه کې زاهد افغان ۳، مسلم موسی او جلال ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د کابل الف لوبډلې پیلیز توپوهونکی محمد هارن په ۷۶ منډو جوړولو د لوبې غوره
لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان
لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د
کندهار کرکټ لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ د کندهار الف، د کندهار قریشي لوبغالي
کې لوګر د چېرمېن ایلېون، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې خوست د
ډومیسټیک ایلېون او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د ننګرهار-ب
لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.