خوست لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ
کورني
4 دقیقې

خوست لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۳یمه نېته د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب پیل شوي وې، نن یې د اتلولۍ جام خوست لوبډلې په خپل نوم کړ. دغه پایلوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، خوست لوبډلې پکې د ۶ ویکټو په توپیر سره د خوست ب لوبډلې تع ماتې ورکړه. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ سږ کال د لومړي ځل لپاره په شل اوریزه بڼه ترسره شوې، چې غوره او ځلېدونکي لوبغاړي به یې ملي شل اوریزه سیالیو ته لار ومومي.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو کې ۱۲ پیاوړو لوبډلو ګډون کړی و، چې له منځه یې له الف ګروپ حخه خوست ب او ډومیسټيک ایلېون-۲ او له ب ګروپ حخه خوست او کابل الف لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار ومومندله. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې خوست لوبډلې د ۳۳ منډو په توپیر د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې ته او دویمه نیمه پایلوبه کې خوست ب لوبډلې د ۱۱ منډو په توپیر د کابل الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د وزیر اکبر خان شل اوریزه سیالیو پایلوبه کې نن لومړی خوست ب لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې ایمل شاهین ۵۸ او جمشېد ځدراڼ ۴۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د خوست لوبډلې په ګټه خلیل احمد ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د خوست ب لوبډلې د ۱۳۸ منډو هدف خوست لوبډلې د لوبې په ۱۷م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان سره ترلاسه کړی. د خوست په توپوهونکو کې طاهر سروري ۵۲ او نصیراحمد ۴۱ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د خوست ب په توپ اچوونکو کې احسان امان ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو کې طاهر سروري د لوبې د غوره لوبغاړي، محمد هارون په ۲۳۶ منډو د سیالیو د تر ټولو غوره توپوهونکي، نسیم منګل په ۱۲ ویکټو د مخکښ توپ اچوونکي، یونس ځدراڼ په ۹ ویکټو او ۱۱۱ منډو د سیالیو د تر ټولو غوره لوبغاړي، رحمت الله په ۸ ویکټو د سیالیو د ځوان لوبغاړي جایزې په خپل نوم کړې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریز سیالیو ټول هغه با استعداده لوبغاړي چې د توپوهنې او توپ اچونې په برخو کې یې غوره کارګردګۍ ترسره کړي، ملي شل اوریزه سیالیو ته به غوره شي او د ملي شل اوریزه سیالیو غوره لوبغاړي به شپږیزه لیګ کې د لوبېدو فرصتونه ترلاسه کړي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران