پلټنه لوبې راپورونه
لوبې راپورونه
سپین غر زون د دویم ځل لپاره د زونونو په کچه د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند د زونونو په کچه نهم پړاو اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالۍ د سپین غر زون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته د امو زون لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د لېسټ اې سیالیو اتلولي خپله کړه.
JUNE 4, 2026سپین غر زون لوبډلې هم پایلوبې ته لاره ومونده
د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د سپین غر زون لوبډلې بهترینه او هر اړخیزه لوبه وکړه او د مس عینک لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. سپین غر لوبډلې د دې بریا پرمټ د روانو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې ټاکل شوې ده د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ترسره شي.
JUNE 2, 2026