کټګورۍ
د خبرونو پلټنه
خبرونه
افغانستان کرکټ بورډ شین مکرمټ د ملي لوبډلې د نوي مرستیال او ډګرساتنې د روزونکي په توګه وټاکه
کابل، د ۲۰۲۶ کال د جولای ۲۹مه: افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول شین مکډرمټ د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې د نوي مرستیال روزونکي په توګه وټاکه، چې د ډګرساتنې د روزونکي دنده به هم پرمخ وړي. ټاکل شوې ده چې مکډرمټ د اګست په لومړۍ نېټه، له ایرلنډ سره د افغانستان د راتلونکو پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ مخکې، له ملي لوبډلې سره یوځای شي.
JULY 29, 2026رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو
افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د یادو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه وټاکه؛ په داسې حال کې چې د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.
JULY 22, 2026