د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
خبرپاڼه
3 دقیقې

د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د ایرلنډ پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو نړیوالو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. دغه سیالۍ به د مهالوېش له مخې د راتلونکې اګست میاشتې له پنځمې تر ۱۵مې نېټې پورې د یاد هېواد په دوه بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

د ایرلنډ سفر به د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د رحمت شاه زرمتي لومړنۍ تجربه وي. د دغو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ ته یمین احمدزی او فضل الحق فاروقي را ګرځېدلي دي. دغه راز محمد نبي ته په دغه سفر کې ارام ورکړل شوی دی او په یاد سفر کې به د افغان لوبډلې سره ملتیا نه کوي.

د ایرلنډ پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان اتلانو نوملړ:

رحمت شاه زرمتی (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (مرستیال لوبډلمشر)، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، محمد غضنفر، ننګیال خروټی، محمد سلیم ساپی، یمین احمدزی، فضل الحق فاروقي او ضیاءالرحمن شریفي.

د دوی ترڅنګ قیس احمد، بشیر احمد، فرید احمد ملک او بلال سمیع د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې اي انډ شرکټ، سوپرکولا، خپلواک موبایل او وېني د یادو سیالیو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق له ځان سره لري. 

ملاتړ کوونکي او همکاران