د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې وشوې، چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې خوست لوبډلې په ۴۲ منډو ډومیسټیک ایلېون لوبډله، د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې ننګرهار-ب لوبډلې په ۹ منډو اي سي بي ایلېون لوبډله، د کندهار کرکټ لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې په ۴ منډو کندهار الف لوبډله او د کندهار قریشي لوبغالي کې چېرمېن ایلېون لوبډلې د لوګر لوبډله په ۲۸ منډو له ماتې سره مخ کړه.
د خوست او ډومیسټیک ایلېون لوبډلو تر منځ
لوبه چې خوست پکې بریا خپله کړه، لومړی د خوست لوبډلې توپوهنه وکړه او په ۲۰
اورونو کې یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه. د خوست په ګټه نوید عبید ۸۲ او سیف ننګیال ۵۰
منډې جوړې کړې. بلخوا د ډومیسټیکا ایلېون توپ اچونه کې خیر محمد علیزي ۲ ویکټې
ترلاسه کړې.
د خوست لوبډلې د هدف په ځواب کې دومیسټیک
ایلېون لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله. د
دوی لپاره عبدالهادي ۴۲ او جاوید احمدزي ۳۲ منډې ترسره کړې. بلخوا د خوست لوبډلې
توپ اچوونکو کې خلیل احمد او حبیب تڼیوال ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د خوست لوبډلې پیلیز توپوهونکی نوید عبید د ۸۲ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره
لوبغاړی ونومول شو.
د ننګرهار ب او اي سي بي ایلېون لوبډلو تر
منځ لوبه بیا ننګرهار ب لوبډلې وګټله. دغه لوبه کې لومړی ننګرهار ب لوبډلې توپوهنه
ترسره کړه او ۲۰ اورونو کې یې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره نجیب قاضي خېل ۴۳
او شوکت زمان ۲۴ منډې جوړې کړې. د اي سي بي ایلېون په توپ اچونه کې روح الله ۳ او
شریف الله ریاض ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ننګرهار ب لوبډلې د هدف په ځواب کې اي سي
بي ایلېون لوبډلې یوازې ۱۲۸ منډې ترسره کړې او په ۸ منډو یې ماتې ومنله. د یادې
لوبډلې په ګټه راحت اندړ ۴۱ او سبحان علي ۳۸ منډې جوړې کړې. د ننګرهار ب په توپ
اچونه کې بیا عبدالظهور ۴ او فهیم قاسمي ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د ننګرهار ب لوبډلې توپ اچوونکی عبدالظهور په
۴ ویکټو ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
په کندهار قریشي لوبغالي کې بیا چېرمېن
ایلېون لوبډلې په ۲۸ منډو د لوګر لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی چېرمېن
ایلېون لوبډلې د فرید ځدراڼ ۵۷، محب الله همراز ۴۰ او اعجاز احمد ۲۵ منډو پر مټ د
۱۷۲ منډو هدف وټاکه. د لوګر توپ اچونه کې محمد داود ۴، سمیع مبارز ۳ او حقمل اریا
۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د چېرمېن ایلېون لوبډلې د هدف په تعقیب کې
لوګر لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۴۳ منډې جوړې کړې او د ۲۸ منډو په توپیر یې
ماتې ومنله. د لوګر په ګټه صابر حنیف ۴۲، سهیل خان ۲۹ او یوسف خان ۲۷ منډې جوړې
کړې. د چېرمېن ایلېون په توپ اچونه کې لطف الله ۳، رحیم الله، امیدالله رسولي
او اسدالله متاڼي هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه
کړې.
د چېرمېن ایلېون لوبډلې توپوهونکی فرید ځدراڼ
په ۵۷ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
په کندهار لوبغالي کې بیا ډومیسټیک ایلېون-۲
لوبډلې د کندهار الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی ډومیسټیک ایلېون
لوبډلې په ۲۰ اورونو کې یوازې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره ضیاء الدین شریفي
۵۹ او جاوید سیدي ۲۵ زیاتې منډې ترسره کړې. د کندهار الف لوبډلې لپاره عبدالباقي
پوپل ۳ او عظیم ځدراڼ ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې د هدف ځواب کې
کندهار الف لوبډلې ۱۱۱ منډې جوړې کړې او د ۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې
لوبډلې توپوهنه کې عمران مزاري ۲۶ او نعمان شاه ۲۴ منډې جوړې کړې. دغه راز د
ډومیسټیک ایلېون-۲ په توپ اچونه کې نعمت الله، مجبور، حمیدالله او جاوید سیدي ۲-۲
ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په وروستیو کې د ډومیسټیک ایلېون-۲
لوبډلې لوبغاړی جاوید سیدي په ۲۵ منډو او ۲ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان
لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د
کندهار کرکټ لوبغالي کې چېرمېن ایلېون د کندهار الف، د کندهار قریشي لوبغالي کې خوست-ب
د ننګرهار، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د
ډومیسټیک ایلېون او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف د ننګرهار-ب
لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.