خوست-ب، چېرمېن ایلېون، ډومیسټیک ایلېون او خوست لوبډلو بریاوي خپلې کړې
کورني
7 دقیقې

خوست-ب، چېرمېن ایلېون، ډومیسټیک ایلېون او خوست لوبډلو بریاوي خپلې کړې

د وزیر محمد محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې ډومیسټیک ایلېون په ۵ منډو د کابل الف، خوست په ۳۸ منډو د پکتیکا، خوست ب په ۸ ویکټو د لوګر او چېرمېن ایلېون په ۱۰ منډو د کندهار الف لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

7 دقیقې

د وزیر محمد محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې ډومیسټیک ایلېون په ۵ منډو د کابل الف، خوست په ۳۸ منډو د پکتیکا، خوست ب په ۸ ویکټو د لوګر او چېرمېن ایلېون په ۱۰ منډو د کندهار الف لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

په کندهار کرکټ لوبغالي کې د خوست ب او لوګر تر منځ لوبه چې د باران د ورښت له امله ۱۶ اورونو ته راکمه شوه، لوګر پکې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه. د دوی توپوهنه کې صابر حنیف ۴۷ او عزت نور ۲۶ منډې ترسره کړې. د خوست ب په توپ اچونه کې نسیم منګل ۳، حسیب الله او هاشم خان ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

 د لوګر لوبډلې هدف خوست ب لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د ۲ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی توپوهنه کې اصغر اتل ۷۳ او رحمن ریحان ۵۵ منډې جوړې کړې. بلخوا د لوګر توپ اچونه کې بخت محمد او محمد داود ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د خوست ب لوبډلې پیلیز توپوهونکی اصغر اتل په ۷۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د چېرمېن ایلېون او کندهار الف لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا چېرمېن ایلېون لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړه. دغه لوبه چې د باران له امله ۱۵ اوره ترسره شوه، چېرمېن ایلېون لوبډلې پکې د ۱۸۶ منډو لوی هدف وټاکه. د دوی لپاره محب الله همراز په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په دغه لوبو کې د لومړنۍ سلیزې په جوړولو یې ۱۳۱ منډې په خپل نوم کړې. همدا راز فضل عثماني هم ۲۸ منډې جوړې کړې. بلخوا د کندهار الف توپ اچونه کې عثمان ابدال ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د چېرمېن ایلېون لوبډلې د ټاکلي هدف ځواب کې کندهار الف لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۷۵ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره عمران مزاري ۷۳ او نعمان شاه ۵۱ منډې ترسره کړې. د چېرمېن ایلېون توپ اچونه کې اسدالله متاڼي ۳ او محمد علي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د چېرمېن ایلېون پیلیز توپوهونکی محب الله همراز ونومول شو.

د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې بیا ډومیسټیک ایلېون په ۵ منډو د کابل الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه. د دوی په ګټه عبدالهادي ۵۹ او اسلام ځاځي ۵۰ منډې ترسره کړې. د کابل الف په توپ اچونه کې بیا سید خان ۴ او سید احمد شېرزاد ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د هدف ځواب کې کابل الف لوبډلې د ټولوبو اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۴۷ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه عرفان الله ساپي ۲۹ او اسدالله دانش ۲۸ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې توپ اچوونکو کې لیس لونګ او محمد نبي هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ډومیسټيک ایلېون لوبډلمشر عبدالهادي په ۵۹ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې بیا خوست لوبډلې د ۳۸ منډو په توپیر د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې خوست لوبډلې لومړی د شمس الرحمن ۵۲ او نصیراحمد ۲۹ منډو پر مټ په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه. د پکتیکا لپاره عزیزالله ۴ او سمیع الله علیزوی ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د خوست لوبډلې د هدف په ځواب کې پکتیکا لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان سره ۱۱۸ منډې جوړې کړې. د دوی توپوهنه کې کرامت الله ۵۵ منډې ترسره کړې. بلخوا د خوست لوبډلې توپ اچونه کې شفیع الله ۳، یونس ځدراڼ، خلیل احمد او مصطفی سنګر هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر  کړل.

د خوست لوبډلې الراونډر یونس ځدراڼ د ۲۰ منډو او ۲ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا سهار د کندهار کرکټ لوبغالي کې خوست-ب د ننګرهار او د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پکتیکا د ننګرهار ب لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

 

ملاتړ کوونکي او همکاران