د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزو سیالیو په لړ کې تمه وه نن هم څلور لوبې ترسره شي خو کندهار کې د چېرمېن ایلېون او کندهار الف او خوست-ب او ننګرهار لوبډدلو لوبې د باران د زیات ورښت له امله وځنډول شوې. دغه راز د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې اي سي بي ایلېون لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې ته او نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف لوبډلې په ۹ ویکټو د ننګرهار ب لوبډلې ته ماتې ورکړې.
د ډومیسټيک ایلېون او اي سي بي ایلېون لوبډلو
تر منځ د نن لوبه کې لومړی ډومیسټیک ایلېون لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۱۱۹
منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه جاوید احمدزي ۳۴ او ادریس نیازي ۳۱ منډې جوړې
کړې. بلخوا د اي سي بي ایلېون په ګټه رحمت الله ۳ او شریف الله ریاض ۲ ویکټې په
خپل نوم کړې.
د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې هدف اي سي بي
ایلېون لوبډلې د لوبې په ۱۴م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی لپاره
راحت اندړ ۵۱ ناسوځېدلي او کمال خان ۲۲ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون په ګټه
رحمت اتل ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپ اچوونکی رحمت الله د ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول
شو.
د کابل الف او ننګرهار ب لوبډلو تر منځ لوبه
کې بیا کابل الف لوبډلې بریا خپله کړه. دغه لوبه کې لومړی ننګرهار ب لوبډلې
توپوهنه وکړه، چې د شهزاد محمدي ۲۷ او عنایت الله ۲۰ منډو پر مټ یې د ټولو ویکټو
په تاوان سره د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه. د کابل الف لوبډلې توپ اچوونکو کې سید شېرزاد او
جلال ۳-۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
کابل الف لوبډلې د ننګرهار ب لوبډلې هدف د
لوبې په ۱۵ اورونو کې د یوې ویکټې په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې لپاره حمیدالله
هوتک ۵۸ او سمیع مموزي ۳۳ منډې جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار ب له لوري جواد علي ۱
ویکټ ترلاسه کړه.
د کابل الف لوبډلې چټک توپ اچوونکی سید
شېرزاد د ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان
لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د
کندهار کرکټ لوبغالي کې خوست-ب د لوګر، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي
کې پکتیکا د ننګرهار ب او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف د ډومیسټیک
ایلېون لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.