We're updating our systems to serve you better. Some features may be temporarily unavailable.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم د راتلونکې اپرېل میاشتې په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. دغه سیالۍ به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
کورني
د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي
خوست او خوست ب لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله!
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر دریمه نېټه د کندهار او ننګرهار په کوربتوب پیل شوې وې، پایلوبې ته یې نن خوست او خوست ب لوبډلو لار وموندله. دغه لوبو کې ۱۲ پیاوړو لوبډلو ګډون درلود چې له منځه یې خوست لوبډلې د ۳۳ منډو په توپیر ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ته او خوست ب لوبډلې په ۱۱ منډو کابل الف لوبډلې ته ماتې ورکړې.
خوست لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۳یمه نېته د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب پیل شوي وې، نن یې د اتلولۍ جام خوست لوبډلې په خپل نوم کړ. دغه پایلوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، خوست لوبډلې پکې د ۶ ویکټو په توپیر سره د خوست ب لوبډلې تع ماتې ورکړه. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ سږ کال د لومړي ځل لپاره په شل اوریزه بڼه ترسره شوې، چې غوره او ځلېدونکي لوبغاړي به یې ملي شل اوریزه سیالیو ته لار ومومي.
خوست ب او ننګرهار ب لوبډلو بریاوې خپلې کړې
د وزیر محمد اکبر خانلومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په روان بهیر کې نن دوه لوبې ترسره شوې، چې کندهار کې خوست ب لوبډلې په سوپر اور کې ننګرهار لوبډلې او د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ننګرهار ب لوبډلې په ۴۰ منډو توپیر پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
خوست-ب، چېرمېن ایلېون، ډومیسټیک ایلېون او خوست لوبډلو بریاوي خپلې کړې
د وزیر محمد محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې ډومیسټیک ایلېون په ۵ منډو د کابل الف، خوست په ۳۸ منډو د پکتیکا، خوست ب په ۸ ویکټو د لوګر او چېرمېن ایلېون په ۱۰ منډو د کندهار الف لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.
اي سي بي ایلېون او کابل الف لوبډلو خپلې نننۍ لوبې وګټلې!
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزو سیالیو په لړ کې تمه وه نن هم څلور لوبې ترسره شي خو کندهار کې د چېرمېن ایلېون او کندهار الف او خوست-ب او ننګرهار لوبډدلو لوبې د باران د زیات ورښت له امله وځنډول شوې. دغه راز د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې اي سي بي ایلېون لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې ته او نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف لوبډلې په ۹ ویکټو د ننګرهار ب لوبډلې ته ماتې ورکړې.
ملاتړ کوونکي او همکاران